ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، د ملګروملتو امنیت شورا د جنایتکار صهیونیسټي رژيم په ضد د ایران له غچ اخستونکي اقدامه وروسته په لویدیځي آسیا سیمې کې د حالاتو د ارزونې لپاره ترسره کړه.
د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګو تریش دامنیت شورا په غونډې کې په لویدیځي آسیا سیمې کې د حالاتو په باب دخپلې اندیښڼنې په څرګندولو سره د تاؤتریخوالي د کمولو غوښته وکړه. او وې وئيل، ډيپلوماټيک ځایونه خونديتوب لري او اسرائيلو په دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ په حملې سره ددغه اصول خلاف ورزي وکړه.
په امنیت شورا کې د امریکا استازي رابرټ ووډ په دغې غونډې کې پخپلو څرګندونو کې ووئيل، ایران له نړیوالو ژمنو څخه ډډه کوي، رابرت ووډ دایران په ضد د تورونو په تکرارولو سره ووئيل، دا د امنیت شورا دنده ده چې اجازت ورنه کړي، د ایران اقدامات بې ځوابه پاتې شي.
همداراز د امنیت شورا په دغې بیړنۍ ناستې کې د جنوبی کوریا استازي هم د ایران وروستۍ حمله د اندیښنې وړ وبلله او وې وئيل، کله اسرائيلو د ایران په سفارتي ودانۍ حمله وکړه ،نو مونږ خبرداری ورکړ.
د جاپان استازي هم په اسرائيلو دایران د حملې پایلې اندیښمنونکي وبللې او وې وئيل دا اقدام ټول له خطرې سره مخامخ کوي
همداارز په دغې ناستې کې د فرانسې ،انګلستان ، جرمني استازو هم پخپلو څرګندونو کې په نیواکي ټاټوبو کې په ځينو ټارګټونو دایران بې مخینې غج اخستونکي حملې محکومې کړې او مدعی شول چې دغه اقدام د زرګونو خلکو ژوند ګواښلی دی.
البته په دغې ناستې کې د روسیې استازي پخپلو څرګندونو کې د امنیت شورا په ریاکار ،دوه ګوڼي او شرمیدلي کړچار په نیوکو سره ووئيل،کله په دمشق کې د ایران د سفارت په کنسولي ودانۍ حمله وشوه ، مونږ په امنیت شورا کې د هغو د نه محکومولو په باب خبرداری ورکړی ؤ.واسیلی نبنزیا دغه راز ووئيل، هغه څه چې اوس ئې په امنیت شورا کې شاهدان یوو، د ریاکارۍ، دوه ګوڼي معیارنمایش او ډیره د شرم خبره ده.
د امنیت شورا په ناستې کې دغه راز د چین استازي هم ووئيل، په غزې تړانګې کې د نښتو اوږدیدا په سیمې کې دتاؤتریخوالی د لازیاتیدا سبب کیږي.
داپه داسې حال کې دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو یو ځل بیا په خبرداري ورکولو سره روښانه کړې ده ،که امریکا پر مونږ حمله وکړي، نو د غاښ ماتونکي ځواب لپاره به له خپل حقه استفاده وکړو او د خپل ملي ګټو او خاورې د امنیت د ساتلو په باب له هیچا سره ټوکې نه کوو.
https://iqna.ir/fa/news/4210459